دانتخاباتی شکایتونودځیړنو ځانګړی محکمی خبله پریکړه اعلان کړه
سلام خان سلام خان

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د ځیړنو لپاره جوړې شوې ځانګړې محکمې له څو میاشتني ځنډ وروسته دپنجشنبی په ورځ دچنګاش دمیاشتی په دوهمه نیټه خپله پریکړه په بری سره اعلان کړه،د دوی د پرېکړې له مخې د هېواد په ډيرو ولايتونو کې کې د اوسنۍ ولسي جرګې شاوخوا ۶۰ استازي لرې کېږي او پر ځای يې نور همدومره کسان جرګې ته ور معرفي کېږې،د ځانګړې محکمې مشر صدیق الله حقیق وویل، باید ولسي جرګې ته په کوټه شوو رایو ورغلي وکیلان وویستل شي او پرځای یې د ده په ټکو هغه کسان جرګې ته ولاړ شي چې حقداره دي ،د ځانګړې محکمې له لوري تر اوسه په اعلان شويو پايلو کې داسې کسان هم شته چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري یې رایي صفر اعلان شوې وې، خو اوس لیدل کېږي چې د لسو او شلو زرو ترمنځ یې رايي وړې دي.

د ځانګړې  محكمې د پرېكړې پراساس او د ټاكنيزو حوزو له مخې  له هرات  څخه اوه تنه  نثاراحمد فيضي غوريان، رحيمه جامي، ناصر عطايي، احمد وحيد طاهري، معرف فضلي، حاجي زرين زرين، له بدخشان څخه درې تنه عبدالروف، واقف حكيمي او منيره بهارتي، له تخارڅخه يوتن قاري محمد هاشم، له كندز څخه درې تنه نورالدين ايبك، فضل كريم او رئيسه حسېن خيل، له سمنګان څخه درې تنه احمد سمنګانى، رئيس خيرالله او محبوبه، له لغمان څخه دوه تنه عبدالهادي واحدي او ګلمرۍ، له بلخ څخه يو تن محمد يوسف غضنفر، له جوزجان څخه يو تن محمد نور، له پكتيكا څخه دوه تنه محمود خان سلېمانخېل او داكترخديجه، له پكتيا څخه انجينر دلاور طوطاخېل، له خوست څخه دوه تنه حيات وزيرى او وليفه هيلمن،، له فارياب څخه درې تنه ګل محمد پهلوان، نجيب الله سليمي او سطلنت كوهي، له فراه څخه دوه تنه عبدالولي حميدي ا و منصور بختور، له سرپل څخه يو تن محمد پاينده، له غور څخه دوه تنه مولوي دين محمد او فضل احمدخان، له بادغيس څخه څلور تنه محمد عمر، حبيب الله، عبد الطيف او ازيتا رفعت، له نورستان څخه يو تن نور الله، له زابل څخه درې تنه حميدالله توخي، حاجي اسمعيل او تورپېكۍ، د كوچيانو له حوزې څخه يوتن عبدالقادر كوچى، له ميدان وردګو څخه يوتن وحيدالله كليمزى وردګ، له ننګرهار څخه دوه تنه ملك نظير او وجي الرحمان شينوارى، له هلمند څخه يو تن معلم  ميرولي، له كندهار څخه څلور تنه محمدايوب، محمود نور، نياز محمد اميرلالى او عبدالكريم اڅكزى، له غزني څخه څلورتنه محمد داود سلطانزوى، عبدالحكيم دليلي، عبدالجبار شلګرى او نيازمحمد اميري، له بغلان دوه تنه  څخه عاشق الله او محمد نسيم، له لوګرڅخه انجينراسدالله فلاح او بلاخره له كابل څخه پنځه تنه جميل كرزى، احسان صاحبزاده، بيدارځاځى، عبدالقادر ځاځى او روبينا جلالي هغه معترض كانديدان ول ، چې د برياليو ۶۲ وكيلانو پرځاى یې  د ولسي جرګې څوكۍ خپلې كړې

د ځانګړې محكمې مشر قضاوتمل صديق الله حقيق د ولسي جرګې د ټاكنو په اړه د ۳۴۷ دوسيو د څېړلو وروسته قسم ياد كړ، چې د تيركال ټاكنې يې په دقيقه توګه څېړلي او د ولسي جرګې پخوانيو برياليو كانديدانو  او پاتې معترضو كانديدانو ته ځواب وركوونكي دي

د ځانګړې محکمې قضايي پلاوى وايي، چې په رقمونو او عددونو کې د تغيير له امله د کاپيسا، اروزګان، نيمروز، دايکنډي، کونړ او پروان ولايتونو پايلې وروسته اعلانېږي؛ خو په ډاګه يې کړه، چې دغه تغييرات به په دې کچه نه وي، چې د دې ولايتونو د وکيلانو برخليک بدل کړي.

د محکمې د څېړنو له مخې، په باميان او پنجشېر ولايتونو کې کومه جدي ستونزه نه ده موجوده.

د ټاکنيزو درغليو د څېړنې ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه، چې دغه کانديدان بايد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لارې ولسي جرګې ته معرفي شي ،د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون هغه شمېر کارکوونکي، چې د ټاکنيزو درغليو مرتکب شوي دي، بايد تر عدلي تعقيب لاندې راشي.پای


June 24th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها